ترهګري په افغانستان کې څنګه تمویل کیږي؟

ښکلا ځدران
Contributor

More Articles

په افغانستان کې بیلابیلې ترهګری او توندلاري ډلې شتون لري چې د دې ډلو په سر کې طالبان راځي. د راپورونو پر بنسټ، د تیر کال په لړ کې، طالبانو د افغانستان په اتو ولایتونو کې د ۴۰ زره جنګیالیو په مرسته بی شمیره بریدونه ترسره کړي وو چې یادو بریدونو یو میلیارد ډالر ارزښت درلود.

کوکنار د طالبانو بقا

دې ډلې د تمویل ترټولو مهمې سرچینې د کوکنارو کښت او قاچاق دی. په هغه ولایتونو کې چې د کوکنارو کرکیله زیاته ده هلته د طالبانو حضور او جګړه په پراخه کچه لیدل کیږي، دوې کروندګر مجبوروي ترڅو کوکنار وکري او بیا پکې خپله برخه اخلي. د افغانستان جنوب غربي ولایتونه لکه هلمند، کندهار، فراه، نیمروز، ارزګان،غور او زابل هغه ولایات دي چې د کوکنارو کښتونه او د طالبانو فعالیت پکې په پراخه کچه شتون لري.

د دویچ ویله د راپورونو پر بنسټ ، امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو یو قومندان د ملا نعیم بریچ په نوم چې د طالبانو له خوا د هلمند والي ټاکل شوی و د نشه یي توکو د نړیوالو قاچاقبرانو په لیست کې شامل کړ. د امریکا د خزانه دارۍ د مقاماتو په وینا یاد قومندان طالبانو ته په لیکلي توګه امر کړی و ترڅو د کوکنارو د کښتونو ساتنه وکړي او د نشه يي توکو پر وړاندې د دولت او ایتلافي ځواکونو د مبارزې مخه ونیسي ځکه د کوکنارو څخه لاسته راغلي پیسې د طالبانو د ژغورلو یوه وسیله ده نو په هر قیمت چې شوني وي دا کښتونه باید وساتل شي.

ګراتچین پیترس د ABC News خبریاله ده چې د « د ترهګرۍ تخم » تر نوم لاندې په یو کتاب کې یې د طالبانو او د نشه یي توکو د تجارت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي یاد کتاب دومره مؤثر وو چې د ترهګرۍ پر وړاندې یې د امریکا د مبارزې پالیسۍ او کړنلارې ته بدلون ورکړ. یاد کتاب امریکایي او افغان چارواکي دیته متوجه کړل چې ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو لپاره باید د ترهګرو ترټولو لویه مالي سرچینه یعنی د نشه یي توکو کاروبار وځپل شي. په دغه کتاب کې د طالبانو او د نشه یي توکو د تجارت په منځ کې ژورې اړیکې ته ګوته نیول شوي چې کلونه، کلونه کیږي همدا سوداګري دوی تمویل کوي. دا کتاب د بی شمیره جنګیالیو، د نشه یي توکو سوداګرو او دولتي چارواکو سره د مرکو او خبرو پر بنسټ لیکل شوی، ددې کتاب پر بنسټ طالبان او القاعده ډله په کال کې نیم بیلیون ډالره د نشه یي توکو له سوداګرۍ لاسته راوړي.

د آزادۍ راډيو د نویو راپورنو پر بنسټ د افغانستان ۸۰ فیصده نشه یي توکي په هلمند کې تولیدیږي، هلمند د کال په څلورو فصلونو کې د کوکنارو د کښت وړتیا لري. ملا عبدالرزاق مظلومیار د کجکي ولسوال په دې اړه آزادۍ راډیو ته داسې وایي: ټولې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، دلته نشه يي توکي تولیدیږي، یو زر و شپاړلس د هیرویینو د تولید فابریکې او دوه زره د خرڅولو مرکزونه دلته شتون لري، د کندهار او ګاونډیو ولایتونو ټول قاچاقبران دلته راټولیږي، دلته یې ځان ته مارکیټونه، او د اوسیدلو ځایونو جوړ کړي دي. هره میاشت کې له همدې کارخانو او قاچاقبرانو د دښمن جیب ته یو زر او دوه سوه میلیونه کلدارې ځي. ملا عبدلرزاق دا هم ویلي چې: زما پیغام د افغانستان اسلامي دولت ته دا دی چې: د طالبانو دا مالي سرچینه دې له منځه یوسي په دې کار سره به هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونه امن شي.

د هلمند والي حیات الله حیات آزادۍ راډيو ته ویلي چې د هلمند ټولې سیمې او په ځانګړي ډول هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي په پراخه کچه نشه یې توکي پکې کرل کیږي. په ځانګړي ډول په موسی قلعه، سنګین، نوزاد او بارمچه کې د مخدره توکو د تولید کارخانې او د پروسس فابریکې شتون لري. ویل کیږي چې د پولو نیږدی د برمچه په سیمه کې د هیروینو د تولید کارخانې شتون لري همدارنګه د ټول هېواد څخه له هغو سیمو چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي هیروین او تریاک راټولیږي او د بغران په سیمه کې خرڅیږي او همالته یې د پروسس کارخانې هم شتون لري. د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرایمو ادارې ویلي و چې طالبانو د ۲۰۱۶ کال د عوایدو نیمایي برخه د نشه یي توکو د کاروبار له لارې لاسته راوړي وه.

د دویچ ویله د راپورنو په وینا ویلیام برون فیلد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د نشه یي توکو او د قانون د تنفیذ په چارو کې مرستیال په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو چې طالبان نشه يي توکي پروسس کوي دوې تریاک پر هیروینو اړوي او د سیمې په بازار کې یې هر کیلو په ۲۳۰۰ ډالرو پلوري. همدارنګه ځيني غربي مقاماتو هلمند ته د د نشه یي توکو د لویی کارخانې خطاب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو سره د مبارزې دفتر یا (UNODC) اعلان کړی چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د خشخاشو د کر په ځمکو کې ۶۳ فیصده زیاتوالی راغلی او ۳۲۸ زره هکتاره ځمکې کې خشخاش کرل شوي دي. د همدې راپور پر بنسټ طالبانو په ۲۰۱۶ کال کې د خپلو فعالیتونو لپاره نیمايي بودجه یعنی ( ۴۰۰ میلیارده ډالر ) د نشه یي توکو د کښت او قاچاق له لارې لاسته راوړي دي. دوې کلیوال اړ باسي ترڅو خشخاش وکري د هغوی له کښتونو ساتنه کوي او په پای کې خپله برخه ترې اخلي. همدارنګه د نشه یي توکو له سوداګرو او قاچاقبرو څخه په جلا ډول خپله برخه اخلي.

د هېواد ملي شتمني د طالبانو په ولکه کې

د ترهګرو د تمویل درییمه مهمه سرچینه کانونه دي. لکه څنګه چې داعش ډله په عراق او سوریه کې د تیل خرڅولو له لارې خپل فعالیتونه په افغانستان کې مخته وړي همداسې طالبان د کانونو د غیر قانوني استخراج له لارې ځانونه بسیا کوي. په ۲۰۱۶ کال کې د ګلوبل ویتنس یا نړیوال شاهد په نوم یو بنسټ د یو راپور په ترڅ کې دا په ډاګه کړه چې طالبان د بدخشان د لاجوردو کان په غیرقانوني ډول باسي او زیات عواید ترې ترلاسه کوي. دوې د بدخشان د کران او منجان په ولسوالیو کې د لاجوردو پر کانونو ولکه لري او په زړه پورې دا ده چې یاد ګذارش کې د افغان چارواکو نومونه هم اخیستل شوي چې د طالبانو سره په دې غیرقانوني کار کې لاس لري. په لندن کې میشت بنسټ ګلوبل ویتنس د یو ګذارش په ترڅ کې ویلي و چې د افغانستان له کانونو څخه ترهګری ډلې په ځانګړي ډول طالبان په کال کې ۲۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي. همدارنګه د سروزرو کان د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې شتون لري چې طالبانو ترې په وروستیو کلونو کې ډيره ګټه پورته کړه. بدخشان کې کانونه د ځایي خلکو په وسیله په غیرقانوني ډول ویستل کیږي او بیا طالبان له دې استخراج شویو کانونو د عشر او زکات تر نامه لاندې خپله برخه اخلي.

د طالبانو سره د بهرنيو استخباراتو مرستې

د طالبانو د تمویل دریمه سرچینه بهرني استخبارات دي، او ددې استخباراتي ډلو په سر کې د پاکستان آی ایس آی په سر کې راځي. احمد رشید پاکستانی لیکوال، ژورنالیست او څیړونکی دی چې لیکنې یې لویدیځو رسنیو لپاره معتبره ګڼل کیږي هغه په وار، وار پخپلو لیکنو کې پاکستاني چارواکي ګرم ګڼلي چې د هند سره د سیالۍ په موخه یې خپل ګاونډی هېواد افغانستان له پامه غورځولی او د طالبانو سره یې تل مالي مرسته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف په خپلو خبرو کې په ډاګه څرګنده کړي چې د خپل واک په موده کې یې طالبانو ته وده ورکړي او دوې یې د هند پر وړاندې د نیابتي جګړی د وسلې په توګه په افغانستان کې کارولي. له کلونو راهیسې پرته له پیسو ، پاکستان د طالبانو سره نظامي مرستې کوي، دوې ته پرمختللي وسلې او پټنځایونه ورکوي، دوې ته نظامي زده کړی ورکوي او کورنیو ته یې پخپله خاوره کې ځاې او پیژندپاڼې ورکوي.

د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د امریکا د جمهوری غوښتونکو کنګرې لوړپوړی استازي « تد پو » ویلي: پاکستان له امریکا بی شمیره پیسې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم اخلي خو په اصل کې امریکا غولوي ځکه دوې په ټوله نړۍ کې د ترهګرو ډلو سره همکاري لري. « تد پو » زیاته کړه چې د تروریزم څخه د ملاتړ ټولې ریښې په پاکستان کې دي ځکه ټولې ترهګری ډلې لکه حقاني، لشکر طیبه او طالبان د پاکستان په خاوره کې میشت دي او د آی ایس آی وسله وال، استخباراتي او مالي ملاتړ له ځان سره لري. کله چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی د پاکستان او ترهګرو د اړیکو په اړه داسې څرګندونې کوي نو دا بی هیڅ ندي.

همدارنګه د طالبانو د قومندانانو ژوند په ایران کې دا ادعا ثابتوي چې د ایران حکومت د طالبانو څخه مالي ملاتړ کوي لکه څنګه چې د طالبانو پخوانی قومندان ملا اختر محمد منصور د ایران څخه پاکستان ته پر لارې ووژل شو. څو ځله د افغانستان د امنیتي او استخباراتي ادارو کارکوونکو پخپلو خبرو کې دا منلي چې ایران د افغاني طالبانو سره مالي او وسله والی مرستې کوي. د ایران همکاري له طالبانو سره دوه لامله لري یو دا چې دوې غواړي په سیمه کې خپل رقیبان یعنی امریکا او ملګري یې ضعیفه کړي او دوهم دا چې د طالبانو څخه په ګټه اخیستنې سره غواړي خپلې پولې او کرښې د داعش له جنګیالیو وساتي. دوې نه یوازې له دې ډلو سره مالي مرستې کوي بلکې د ګذارشونو پر بنسټ پخپله خاوره کې یې دوې ته روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

په ۲۰۱۵ کال کې وال ستریت ژورنال د طالبانو سره د ایران د مرستو په اړه یو مفصل ګذارش جوړ کړ په دې ګذارش کې چې د همدې کال په جون میاشت کې خپور شو وال ستریت ژورنال د طالبانو له یو مشر « عبدالله » سره مرکه کړي وه نوموړي ویلي وو: ایران زمونږ سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته تیار دی، یاد کس دا هم ویلي و چې په میاشت کې ۵۸۰ ډالره له ایران څخه تنخواه اخلي چې دا په افغانستان کې کمې پیسې ندي.

همدارنګه د اکسپریس تربییون په نوم یوی رسنۍ تیر کال د یو راپور په ترڅ کې وویل چې شواهد او مدرکونه دا ښيي چې افغاني طالبانو ملا نیک محمد تهران ته د خپل ځانګړي استازي په توګه ولیږه او د همدې کال په پیل کې د طالبانو یو دری کسیزه هیئت ایران ته د مالي او نظامي مرستو د ترلاسه کولو په موخه سفر کړی و. د وال ستریت ژورنال او ګارددین په شان نړیوالو رسنیو په وار، وار داسې ګذارشونه خپاره کړي چې دا ښیي افغاني طالبان په مشهد او زاهدان کې دفترونه لري او مخکې یې فقط مالي مرستې ترلاسه کولې خو اوس نظامي روزنې هم ورکول کیږي.

عربستان سعودی هغه هېواد دی چې پرته له طالبانو، د داعش ډلې سره هم مالي مرستې کوي ترڅو په دې ډول خپل رقیب یعنی ایران ضعیفه کړي. دا مالي ملاتړ له کلونو راهیسې جریان لري لکه څنګه چې آغا جان معتصم د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر پاتې شوی هغه به د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ کال کې دوه دری ځله د حج په نوم عربستان ته تلو دده په وینا: خلک به له بېلابیلو هېوادونو څخه د عمری او تمتع حج د اداء کولو لپاره سعودي ته راتلل چې هلته به د سعودي شیخان هم راتلل او ما به له دوې څخه د جګړې لپاره د مالي مرستې غوښتنه کوله. تنها د سعودي شیخانو زمونږ سره مالي مرسته نه کوله بلکې له نورو هېوادونو څخه راغلیو خلکو به هم پيسې راکولې.

د ویکي لیکس د افشا ګریو په لړ کې د آمریکا هغه ډپلوماټیک پیغامونه هم افشا شول چې پکې امریکايي لوړ پوړو چارواکو نیوکه کړي وه چې هر کال طالبان او نوری توند لارې ډلې د حج د مراسمو له طریقه میلیونونه ډالره پیسې راټولوي. رحمت الله نبیل د ملي څارګری پخواني رئیس وایي: افغان امینتي ځواکونو کشف کړي وه چې د القاعده ډلې غړي او کورنۍ یې د سرو زرو سره د افغانستان شرقي برخې ته راننوځي.

د طالبانو یو لوړ پوړی مالي چارواکي د لندن ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې روسیه د ازبکستان له لارې په وړیا ډول د تیلو ټانکرونه دوی پورې اړوند شرکتونو ته استوي او یاد شرکتونه بیا دا تیل پر افغان سوداګرو پلوري او په دی ډول په میاشت کې ۲.۵ میلیون ډالرو څخه زیاتې پیسې طالبانو ته رسیږي. روسیې تل دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې مونږ فقط د سولې د ټینګښت لپاره په افغانستان کې د طالبانو سره اړیکه لرو.

د سندی ټایمز د راپورونو پر بنسټ د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د روسیی ولسمشر د طالبانو د پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور سره د تاجکستان په یوی نظامي اډی کې د شپې په نیمايي کې لیدنه وکړه. د راپورنو پر بنسټ یاده لیدنه د داعش پر ضد د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره شوي وه. خو طالبانو دا راپورونه رد کړل. کله چې ملا اختر محمد منصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د هوايي بمبار په پایله کې ووژل شو نو روسیې د طالبانو له اوسني مشر ملا هیبت الله آخند سره خپلو اړیکو ته ادامه ورکړه. روسیه د څلورو ستراتيژیکو

دلیلونو لپاره طالبانو څخه ملاتړ کوي

لومړۍ: روسیه غواړي په دې ډول لویدیځو هېوادونو ته ښکاره کړي چې نباید یاد هېواد د افغانستان اړوند مسایلو کې له پامه وغورځول شي.

دویم: د طالبانو څخه په ملاتړ کولو روسیه غواړي د امریکا او ناټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. او پرته له افغانستان نه منځني ختیځ کې خپل نفوذ زیات کړي.

درییم: روسیه په افغانستان کې د داعش له نفوذ او فعالیت څخه په ویره کې دی ځکه خو طالبانو سره مرسته کوي تر څو طالبان د داعش پر وړاندې وجنګیږي.

څلورم: د افغانستان نشه یي توکي د روسيې لپاره یو ګواښ دی. ځکه په افغانستان کې د نړۍ ۹۰ فیصده نشه یي توکي تولید کیږي او ددی ډیری برخه روسیې ته استول کیږي. په روسیه کې هر کال ۷۰ زره تنه د نشه یي توکو د کارولو له کبله مري.

د طالبانو څخه د روسیې ملاتړ خطرناکې پایلې لرلی شي لکه څنګه چې د افغانستان مرکزي دولت ضعیفوي او د طالبانو په وسیله د داعش د لمنځه وړلو فکر هم خام دی ځکه داعش یا پخواني طالبان دي چې اوس یې نوی نقاب اغوستی.

طالبان له ولس څخه زکات اخلي

د ترهګرو د تمویل څلورمه سرچینه چنده او زکات دی. دا سرچینه دومره پیاوړي نه ده خو بیا هم یاده ډله په ښه ډول تری تمویلیږي. د روان کال د عقرب په میاشت کې د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو دا منلي چې طالبانو د لیک په استولو سره د غور ولایت د دولتیار او سرجنګل ولسوالیو له خلکو د عشر او زکات په راټولولو پیل کړی. په یاد ګذارش کې یادونه شوي چې د هر باروړونکي موټر څخه اوه زره افغانۍ او له هر موټرسایکل او عادي موټرونو څخه له ۲۵۰ افغانۍ نیولي تر دری زره افغانۍ زکات اخیستل کیږي. د همدې ولایت د تولک په ولسوالۍ کې د هر څاروي پر سر ۵۰ الی ۸۰ افغانۍ ذکات اخیستل کیږي. طالبانو ته د زکات ټولولو په تور ډير کسان نیول شوي او همدارنګه ډیرځله د هرات او نورو ولایاتو خلکو د طالبانو سره د زکات نه ورکولو پر سر شخړه او نښته وکړي.

پایله او وړاندیزونه

ددې لیکنې په پاې کې داسې پایلې ته رسیږو چې د افغانستان جګړه به هغه وخت پاې ته ورسیږي چې افغان دولت او بهرنیان په ګډه سره ددې جګړې ریښې له منځه یوسي. د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه باید د دولت د امنیتي او سیاسي پالیسۍ په سر کې راشي. ددې لپاره باید د هغو ولایتونو امنیت ټينګ شي چیرته چې ترهګر شتون لري، په دې ډول به ترهګر ولس نه مجبوروي ترڅو کوکنار وکري او که څوک یې په خپله خوښه کري د هغوی مخه به هم امنیتي ځواکونه ونیسي.

همدارنګه د کروندګرو لپاره دې یو مناسب بدیل په پام کې ونیول شي، دوې ته دې د نورو ګټورو حاصلاتو د کر زمینه برابره شي، د دوې د حاصلاتو د ساتنې او بهر ته د صادرولو لارې چارې دې ولټول شي ترڅو کروندګر د ښې ګټې د ترلاسه کولو وروسته هیڅکله د کوکنارو کښت ته زړه ښه نه کړي. د طالبانو سره د هغو افغان چارواکو او بهرنیانو اړیکې پرې کړای شي کوم چې د کوکنارو په کښت کې خپله بقا ویني، قاچاقبران دې د قانون منګولو ته وسپارل شي. یاده مبارزه آسانه نده ځکه د نشه یي توکو مافیا دومره ځواکمنه ده چې ډير خنډونه به راولاړ کړي خو د حکومت، ولس او نړیوالې ټولنې په ریښتیني زحمت او همکارۍ سره ددې مافیا او سوداګرۍ له منځه وړل ناشوني نده.

د کانونو د غیرقانوني استخراج او خرڅولو د مخنیوي لپاره ترټولو دمخه باید د هغو سیمو امنیت ټينګ کړای شي چیرته چې کانونه شتون لري، هماغه کانونه دې په قانوني او ستندرد توګه ویستل شي او ځایي خلکو ته دې هلته د کار فرصت برابر کړای شي، ځکه ډير خلک د فقر او بیکارۍ له امله په یاد جرم کې ښکیل دي. هغه داخلي کړۍ چې د طالبانو سره په یاد کار کې لاس لري باید افشا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د بهرنیو استخباراتو مالي او نظامي ملاتړ هغه مسئله ده چې په آسانۍ یې مخه نه نیول کیږي خو بیا هم د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو په همکارۍ افغان دولت کولای شي پر دوې فشار راوړي ترڅو د ترهګرو د ملاتړه لاس واخلي، ځکه دا اور د دوې لمن ته هم رسیږي او په ګاونډي هېواد کې جګړه دوی ته هم خیر نه لري.

د چندې او زکات تر نوم لاندې د طالبانو د تمویل سرچینه د ملت په مرستې له منځه تلاې شي، لکه څنګه چې د هرات ولس څو ځله د طالبانو سره شخړه او نښته وکړه ځکه دوې دیته نه حاضریدل چې دوی ته چنده یا زکات ورکړي. همدارنګه امنیتي ځواکونه باید په داسې سیمو کې خپل نظارت او کنترول لاپسې زیات کړی ترڅو هغه کسان چې د طالبانو لپاره چنده یا زکات ټولوي ونیسي. که چیرې په ولسوالیو او کلیو کې د دولت او امنیتي ځواکونو شتون وي نو هیڅکله به طالبان ددې جرأت ونکړي چې له غریب ولس څخه د دوې د زحمت ګوله واخلي.

comments powered by Disqus