له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ او د ۲۰۱۸ کال د فساد د ملي ټولپوښتنې نشر

Lailuma Nasiri
VP AJO

More Articles

او د ۲۰۱۸ کال د فساد د ملي ټولپوښتنې نشر

د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۹مه نیټه

بدبختانه په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې نه د مبارزې په اړه شعارونه ډیر دي او له همدې امله له فساد سره مبارزه یوازې په غونډو او په بیانیو ترسره کیږي.

فساد لکه جګړه، د افغانستان لپاره ستر ګواښ دی.  دواړه د یوبل زیږنده او ملاتړ کوونکی دي. فساد د سولې پر وړاندې لوې خنډ دی. ځکه د فساد مافیا چې خپله ګټه په جګړه کې ویني د سولې له هلو ځلو سره مخالفت کوي.  

مونږ په دې پوهیږو چې د افغانستان حکومت پر یوه وخت له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له همدې امله حکومت لومړیتوبونو ته په پاملرنه کې پاتې راغلی. دولت کله له امنیتي ننګونو سره چې په سر کې یې له ترهګری سره مبارزه ده دومره بوخت شي چې نورو ستونزو ته پاملرنه نه شي کولې او کله بیا پر بهرنیو اړیکو او یا هم اقتصادي برخه دومره تمرکز وکړي چې د حکومتولۍ نور ټول لومړیتوبونه ترې پاتې شي. له ترهګرۍ سره مبارزه لومړیتوب لري خو له فساد سره مبارزه هم باید دویم ځای کې نه وي. له فساد سره مبارزه باید یو هېر شوی لومړیتوب نه اوسي.

د قانون حاکمیت جدي اړتیا ده او اوسنی مصلحتي سیاستونه او کړنلارې د دې اړتیا مخه نیسي. د قانون حاکمیت نه یوازې د افغانستان د حکومت مسولیت دۍ بلکه د افغانستان د خلکو مسولیت هم دۍ. که د افغانستان خلک په یوه او بل نوم د هغو زورواکو د ملاتړ په موخه سرکونو ته راوزي کوم چې د قانون حاکمیت ته ګواښ رامنځته کوي، د فساد او زورواکۍ کلتور به همداسې پرمخ ځې او د افغانستان راتلونکې په له ګواښ سره مخ وي.

له فساد سره د مبارزې په موخه د افغانستان د حکومت کړنې په سیستماتیکه توګه نه دي، په داسې حال کې چې فساد په سیستماتیکه توګه جریان لري. تر څو د دواړو تر منځ انډول رانشي، مبارزه به نتیجه ونلري او پایلې به یې هم د پام وړ نه وي. د افغانستان خلک او د افغانستان حکومت له فساد سره په مبارزه یا باور نه لرو او که باور لرو د مبارزې د څرنګوالي په اړه لازمه پوهه او کړنلاره نه لري تر څو خپلې موخې ته په رسیدلو کې کامیاب شي.  

په افغانستان کې د فساد د شتون په اړه بنسټیز لاملونو شتون لري چې په ننۍ غونډه کې ټول ګډون وال یې په اړه معلومات لري. د دې عواملو په اړه تفصیلي یادوونې ته اړتیا نه وینم خو دومره غواړم ووایم چې په دولتي ادارو کې موجوده بیورکراسی، د موازي ادارو موجودیت، د یوې ستونزې لپاره متعدد قوانین، له تکنالوژي څخه کار نه اخیستل، د ملي بودجې نه حاکمیت، د مسلکي بشري پانګې کمښت او یا په ځینو مواردو کې نه شتون، ضعیف عدلی او قضايې نظام، پر مالی او عایداتي برخو د حکومت نه کنترول (کال ۷۰۰ مليون ډالره يوازې د هېواد په ګمرکونو کې حیف او میل کېږي<[1]) د قوي اقتصادي مافیا شتون، او د مخدره موادو کښت او تجارت هغه موارد دي چې د فساد په حاکمیت کې عمده ونډه لري.  همدا راز ځینې سکتوري برخې لکه عدلي او قضايي ارګانونه، دفاعي او امنيتي سکتور، کانونه،  ګمرکونه او د افغانستان ملي شورا او د راپورونو له مخې نړیوال ځواکونه هم په فساد کې ښکیل دي.


ځانګړي وړاندیزونه:

- د فساد اثرات پر ټولوافغانو بې له قومي، ژبنیز، مذهبي، یا جنسیتي توپیر یوشان پریوزي، نو لازمه ده چې د افغانستان حکومت، مدني ټولنې، خصوصي سکتور او په ټوله کې د افغانستان خلک له فساد سره د مبارزې په موخه یوه ملي اجماع را منځته کړي او دا اجماع د فساد په مقابل کې د یوې ملي متحدې موضع په توګه وکاروي.
- د افغانستان دولت باید مدني ټولنه له فساد سره د مبارزې په بحث کې شامله کړي، د مدني ټولنې، رسنیو او دولت تر منځ  د همغږي په نتیجه کې به هم سیاسي اراده او هم له فساد سره د غښتلیو او بهترو لارو چارو له لارې مبارزه ګړندۍ او د فساد ستونزه څه نا څه حل شي. 

[1] د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند شاه محمود مرتضوي له  خبري غونډې څخه

comments powered by Disqus