د ملګرو ملتونو خلاصه ورځ په افغانستان کې د ښځو ونډه په ټاکنو کې نومبر ۲۰۱۷

Lailuma Nasiri
VP AJO

More Articles

د ملګرو ملتونو خلاصه ورځ

په افغانستان کې د ښځو ونډه په ټاکنو کې

نومبر ۲۰۱۷

تر ټولو د مخه د یوناما او UN Women له درنو مسؤلینو څخه مننه کووم چې د ملګرو ملتونو د خلاصې ورځې د لمانځلو لپاره هر کال ښځو ته دا زمینه برابروي تر څو ښځې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه خپل نظریات وړاندې او خپلې اندیښنې څرګندې کړي.

نن په دې غونډه کې په افغانستان کې د ښځو ونډه په ټاکنو کې څیړو- که هغه د رای ورکوونکو په توګه وي، یا نوماندانو، د ټاکنو د څارنکو، د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو، د سیاسی ګوندونو د غړو، د سیاسی ګوندونو ملاتړو او یا د نوماندانو د کمپاینرانو په توګه.

د تیرو ټاکنو په اړه زمونږ تجربه دا ښیي چې افغانستان سره له دې چې اوس هم په جګړه کې ښکیل هیواد دۍ خو د دیموکراسۍ لپاره هلې ځلې یي د پام وړ دي لکه څنګه چې د ولسمشري په درې ځله او د پارلمان په دوه ځله ټاکنو کې د خلکو پراخه برخه اخیستنه د دې خبري واضح ثبوت دئ.

 د سږ کال د ملګرو ملتونو د خلاصې ورځې لپاره په ټاکنو کې د ښځو ونډه موضوع ټاکل شوې ده. دا چې د ښځو پراخې ونډې ته په ټاکنو کې څنګه لاره هوارولای شو، د کابل او نورو ولایتونو له ښځو سره په ګډه غونډه کې مو په دې موضوع خبرې وکړې او دې نتیجې ته ورسیدو چې د ښځو برخه په ټاکنو کې اړینه ده او لاندې موارد باید په پام کې ونیول شې:

- تر ټولو د مخه د نوماندو ښځو د امنیت ټینګښت

- ښځو ته په ټاکنو کې د نوماندئ لپاره د مالی لګښت د سرچینو برابرول

 -په ټاکنو کې د برخه اخیستلو په اړه د لازمو لارښوونوترسره کیدل یعنی ښځینه کاندیدانې په سیستماتیکه توګه تر ښوونې روزنې لاندې ونیول شې

 -د ټاکنو په اړه په لوړه کچه پوهاوي

 -له ټاکنو څخه په پراخه کچه او سمه توګه نظارت

 -او تر ټولو مهمه په ټاکنو کې له پراخ فساد څخه مخنیوۍ

سره له دې چې د شته ستونزو په پام کې نیولو سره راتلونکې ټاکنې د شک تر سیورې لاندې دي، مونږ په دې باور یو چې که ټاکنې نن کیږي او که سبا، په ټاکنو کې د ښځو ونډه د پام وړ ده او د ښځو شتون په ټاکنو کې په هره برخه کې چې وې د دیموکراسۍ د اصل د پوره کولو لپاره هم د افغانستان د خلکو، هم د افغانستان د حکومت او هم د نړیوالو مسولیت دئ .

 زمونږ په اند پورتنې موخې د لاندنيو اړوندو ادارو په مرسته او هلو ځلو د پر وخت او رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د اړوندو امکاناتو په پام کې نیولو سره عملی شي:

د افغانستان دولت : د ټاکنو خوندیتوب، د نوماندانو او رای ورکوونکو خوندیتوب او د ټاکنو پر وخت او شفاف ترسره کول او په خاصه توګه ښځینه نوماندانو ته د دوي د خوندیتوب په اړه اړوند ښوونیز او روزنیز پروګرامونه په پام کې نیول او د تذکرو د ویش په اړه چټک ګامونه اوچتول.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: په ټاکنو کې د درغلیو مخنیوی، ښځو ته د ټاکنو په ټوله پروسه کې د آسانتیاوو برابرول او د ټاکنو په کمیسیون کې د ښځو په دندو ګمارل (په مرکز او ولایتونو کې).

ملګري ملتونه: د ټاکنو په تر سره کولو کې د افغانستان له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره هر اړخیزې مرستې په دې شرط وکړي چې ښځو ته د هر راز آسانتیاوو برابرول اړین وګرځول شي او د ټاکنو له بهیر څخه پراخ او هراړخیز نظارت وشي.

نړیوال مرسته کوونکي: له ښځینه نوماندانو سره د مالی مرستو د سرچینو د برابرولو په موخه مرستې – له رسنیو او مدني ټولنو سره دې مرسته وشي تر څو د ښځو ونډې ته په ټاکنو کې لا زیاته زمینه برابره شي.

سیاسی ګوندونه: ښځینه غړو ته دې ټول هغه امکانات برابر کړي تر څو ښځې وکولای شې په لوړه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي او همدا راز داسې پروګرامونه او تګلاري په لار واچوي تر څو ښځینه ځانونه نوماند کړي او د رهبري دندو ته ورسیږي.

علما او روحانیون: د ټاکنو په اړه او په ټاکنو کې د ښځو د ونډې په اړه دې هراړخیزه عامه پوهاوي په خپلو خطبو او موعضو کې په پام کې ونیسي. د حج او اوقافو وزارت او د علماو شورا دي ځانګړې پاملرنه وکړي.

مدني ټولنې: د ټاکنو په اړه دې د عامه پوهاوي پروګرامونه طرح او عملی کړي او د ټاکنو په اړه لارښوونې او روزنیز پروګرامونه ترسره کړي.

رسنئ: رسنی باید د عامه پوهاوې په برخه کې د ښځو د ونډې په اړه هر اړخیزې هلی ځلی وکړي. ښځینه نوماندانو ته دې په وړیا توګه د کمپاین لپاره اسانتیاوی برابري کړي – بهرني مرسته کوونکی دی له رسنیو سره په دې شرط مرستې وکړي چې رسنی به له ښځو سره د کمپاین په برخه کې مرسته کوي.

په درنښت،

لیلما ناصری

د افغانستان د عدالت موسسه

Lnasiri@afghanjustice.org

comments powered by Disqus